Direct Feed

Clear all
23 Jul 2026, 11:25 GMT

له پاکستانه اخراج شوي یوشمېر کډوال وایي، ټولې شتمنۍ یې پاکستان کې پاته دي او دوی تش لاس په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

Download item bundle
پاکستان کې د افغان کډوالو میلیاردونه ډالره سوداګري او شتمني بې حسابه پاته ده
22 Jul 2026, 22:59 GMT By سلطان سرور

د افغان محصلانو نړیوالې ټولنې (ای‌اې‌اس‌اې) د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې افغان محصلانو ته د پوهنتون د لیلیې د تخلیې امر شوی او خبرداری یې ورکړی چې د دې پرېکړې ناڅاپي پلي کېدل به د افغان محصلانو لپاره جدي تعلیمي او بشري پایلې ولري. د ټولنې اعلامیه وايي چې د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون چارواکو هغو افغان محصلانو، ډاکترانو او نورو افغان وګړو ته چې په لیلیه کې اوسېږي او ویزې یې نه‌دي تمدید شوي، یوازې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې لیلیه پرېږدي، که نه نو په زور به ترې وایستل شي. افغان محصلانو ته یوازې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې لیلیه پرېږدي، که نه نو په زور به ترې وایستل شي. ازادي راډیو هڅه وکړه چې د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون له افغان محصلانو سره خبرې وکړي، خو د راپور تر چمتو کېدو پورې په دې کار ونه‌توانېده. د افغان محصلانو نړیوالې ټولنې د پاکستان له فدرالي حکومت، د پنجاب ایالتي حکومت او د یاد پوهنتون له ادارې غوښتي چې د انساني چلند له مخې افغان محصلانو ته کافي وخت، روښانه لارښوونې او د ویزو د ستونزو د حل لپاره لازمې مرستې برابرې کړي او د هغوی د سمدستي ایستلو مخه ونیسي. یادې ټولنې همداراز له نړیوالو بنسټونو، لکه د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار)، یونسکو، یونېسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) څخه غوښتنه کړې چې د افغان محصلانو د ملاتړ او د هغوی د زده‌کړو د دوام د تضمین لپاره عملي اقدامات او همکاري وکړي. په اسلام‌اباد کې د «یو اېن اېچ سی ار» ویاند قیصر افریدي ازادي راډیو ته وویل چې دا اداره د افغان محصلانو د برخلیک په اړه له پاکستاني حکومت سره په اړیکه کې ده او هڅه کوي چې د هغوی د ایستلو مخه ونیول شي. په اسلام‌اباد کې د «یو اېن اېچ سی ار» ویاند قیصر افریدي هغه وویل: "د پاکستان حکومت باید خلک، په ځانګړې توګه محصلان، ونه‌باسي، ځکه د هغوی زده‌کړې روانې دي او ایستل‌یې د توجیه وړ نه‌دی. موږ په دې اړه له پاکستاني حکومت سره خبرې روانې ساتلې دي." په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال وایي چې پاکستان داسې مهال د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ چټکه کړي چې د افغانانو لپاره د ویزو ورکول او غځول هم درېدلي دي. د افغانانو لپاره د ویزو ورکول او غځول هم درېدلي دي. زرینې دانشجو چې په پاکستان کې مېشته یوه افغانه کډواله ده، ازادي راډیو ته وویل: "له درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږم او له ملګرو ملتونو سره ثبت یم. په پیل کې مې ویزه لرله، خو چې موده‌یې پای ته ورسېده، پاکستان بیا ویزه رانه‌کړه. اوس د ویزو ورکول او تمدید په بشپړه توګه بند دي او هغه مهال چې ویزه اخیستل ممکن هم و، لګښت‌یې ډېر لوړ و. زموږ په څېر کسانو ته چې د کار اجازه هم نه‌لرو، د ویزې ترلاسه کول ډېر ستونزمن و." هغې زیاته کړه چې د جبري ایستلو د بهیر له چټکېدو سره، افغان کډوال له سختو او اندېښمنو شرایطو سره مخ دي: "زه او نور افغانان چې له ملګرو ملتونو سره ثبت یو، له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د ملګرو ملتونو اسناد هېڅ اعتبار نه‌لري او د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو هم نه‌شو وتلی." ارشیف، د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد په یوه پارک کې یو شمېر افغان کډوالې کورنۍ د پاکستان حکومت چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او سلګونه زره افغانان‌یې ایستلي، د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې یې د هغو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو نوې لړۍ پیل کړې چې د دوی په وینا د استوګنې د اعتبار وړ اسناد نه‌لري. پاکستاني چارواکو تر اوسه نه‌دي ویلي چې له دغې نېټې راهیسې یې څومره افغانان نیولي یا ایستلي دي، خو په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند علمي مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې له همدې نېټې راهیسې لسګونه افغان کډوال نیول شوي یا په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د جولای له ۱۰مې نېټې لسګونه افغان کډوال نیول شوي یا په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، خو اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې د افغانانو د نیولو او ایستلو لړۍ دومره شدیده شوې ده؟ سیاسي شنونکی او خبریال سمېع یوسفزی وایي چې افغان کډوال د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ قربانیان شوي دي. هغه وویل: "د افغان پناه غوښتونکو موضوع پر طالبانو د سیاسي فشار یوه وسیله ده. زما په اند دا د پاکستان لپاره امنیتي موضوع نه‌ده، ځکه میلیونونه افغانان له څلورو لسیزو یا ۴۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي دي او هېڅکله‌یې د پاکستان په امنیتي او سیاسي چارو کې لاسوهنه نه‌ده کړې، خو اوس، له بده مرغه، افغان کډوال د طالبانو او اسلام‌اباد د سیاستونو قربانیان شوي دي." ارشیف، له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کاروان د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د تېر میلادي کال له وروستیو راهیسې، د سرحدي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، خرابې شوې دي. پاکستان افغان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړو ته‌یې پناه ورکړې او وایي چې په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد کار واخلي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) وایي چې پاکستان د ۲۰۲۴ کال تر پایه د ۲،۸ میلیونه څخه د زیاتو افغانانو کوربه و چې په‌کې ثبت شوي کډوال، د افغان تابعیت کارت (اې‌سي‌سي) لرونکي او بې‌اسناده افغانان شامل وو. پاکستان د ۲۰۲۴ کال تر پایه د ۲،۸ میلیونه څخه د زیاتو افغانانو کوربه و. د دې ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۵۸ زرو څخه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې په‌کې دواړه داوطلبانه او جبري بېرته ستنېدنې شاملې دي. په داسې حالاتو کې دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې ایا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، د دومره ستنو شویو کډوالو د منلو ظرفیت لري؟ ارشیف، په چمن کې د افغان کډوالو یو لنډمهاله کمپ د بشري حقونو څېړونکی محمد ابوالاحرار رامزپور وایي، د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت له امله د سلګونو زرو بېرته ستنېدونکو راتګ به موجودې ستونزې نورې هم زیاتې کړي: "افغانستان اوس له سخت اقتصادي بحران، پراخې بې‌کارۍ، د کورونو له کمښت، د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو له محدودیت، وچکالۍ، طبیعي افتونو او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره مخ دی. په داسې شرایطو کې د سلګونو زرو راستنېدونکو راتګ به پر هېواد لا زیات فشار واچوي." همدارنګه، په افغانستان کې د «یو اېن اېچ سي ار» ویاند چارلي ګوډلېک هم په دې وروستیو کې ویلي چې تمه کېږي د ۲۰۲۶ کال تر پایه له دوو تر دوه نیمو میلیونو پورې نور افغان کډوال هېواد ته ستانه شي، هغه بهیر چې د ده په وینا به د افغانستان بشري بحران لا ژور کړي.

Download item bundle
لاهور کې د افغان محصلینو د لیلیې د تخلیې ۴۸ ساعته ضرب‌الاجل ته غبرګونونه
Credit: سلطان سرور
22 Jul 2026, 14:05 GMT By اکرام‌الله اکرام

پخته ټکول یا پخته ټکاني چې په افغانستان کې له زړو کسبونو بلل کیږي لا هم یو شمېر کسان دا روزګار پر مخ وړي. د کابل یو اوسېدونکی هره ورځ د پختې ټکولو له الې سره یو ځای د خلکو کورونو ته ورځې او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.

Download item bundle
ندافي یا پخته ټکول، سیدرحمان یوه نوې لار ورته پيدا کړې
Credit: اکرام‌الله اکرام
22 Jul 2026, 14:00 GMT By صفي‌الله ستانکزی

په نورستان کې د سېلابونو له امله د ورکو کسانو د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. چارواکي وایي چې تر سلو ډېر کسان د دوشنبې ورځې ناوختې سېل کې نادرکه دي. د نورستان د اطلاعاتو رییس سمیع الحق حقبیان د چهارشنبې په ورځ د مرګژوبلو وروستي ارقام له رسنیو سره شریک کړي. په عموم کې ۱۰۵ کسان نادرکه دي. اوسه پورې ۲۳ جنازې را ایستل شوي. نور د لټون عملیات روان دي. تر ۸۰ پورې زخمیان لرو چې همدلته تداوي شوي دي. د نورستان د اطلاعاتو رییس سمیع الحق حقبیان دی زیاتوي: « د ژغورنې عملیات روان دي څو ایسار کسان وژغوري. دا دقیق هم نه دي کومه شمېره چې موږ یې یادوو چې دلته موږ خپل حساب کړی.» په دې مرګژوبلې سربېره چې ویره یې ځي وروسته بدلون ومومي پارون ښار کې اکثر ټول دوکانونه، مارکیټونه او هوټلونه ړنګ یا سخت زیانمن شوي. چارواکو اوښتي زیانونه شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره اټکل کړی. په مړو کې د پارون ښاروال سید احمد ارهابي هم شامل و چې د جنازې مراسم یې سه شنبه ناوخته ترسره شول. ډاکتر فرید چې په پارون ښار کې درملتون لري د سېل د راوتلو د صحنو یادونه کوي چې څنګه یې په څو شېبو کې هر څه یوړل. که چیرته سیلانیان، خلک، دوکانداران وو ټول یې یوازې په ۱۶ ثانیو کې یوړل. سیلاب له هغې سیمې راغی او هر څه یې ګډوډ کړل. دلته پورته دوه ماشومان وو. ما په خپل ژوند کې هیڅکله داسې صحنه نه وه لیدلې ډاکتر فرید، د پارون د یوه درملتون څښتن د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک په یوه کنفرانس کې سه شنبه ناوخته تایید کړې چې د افغانستان په ختیځ کې سېلابونو او سختو اورښتونو لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان کړي. دوجاریک له اړمنو سره د مرستو یادونه وکړه خو کړې چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، ننګرهار او لغمان کې سېلابونو ګڼو خلکو ته مرګژوبله رسولې ده خو د دوی مرستندویه ټیمونه له خلکو سره اړینې مرستې کوي. «لومړني ارقام ښيي چې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي، لسګونه ټپيان دي او ګڼ نور لادرکه دي. سېلابونو کورونو، ودانیو، کاروبارونو (مارکیټونو) ته سخت زیان اړولی. په اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي. اوچا له همکارو ادارو او سیمه ییزو چارواکو سره همغږۍ کوي خو په صعب العبوره سیمو کې وران سړکونه د مرستو چارې ډېرې ټکنۍ کړې دي.» دوجاریک وویل که څه هم عاجل سیار ټیمونه سیمې ته لیږل شوي خو دمګړۍ د بیړنیو سرپناو، خوراکي موادو، صحي خدماتو او نورو اړینو موادو او رواني ملاتړ په برابرولو کار روان دی. د نورستان د سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو لپاره ځینو فعالانو او پيژندل شویو ورزشکارانو له هغې ډلې راشدخان هم د مرستو د راټولولو کمپاینونه پیل کړي دي.

Download item bundle
نورستان کې د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري، ۱۰۵ کسان سېلابونو کې ورک شوي
Credit: صفي‌الله ستانکزی
21 Jul 2026, 20:03 GMT

د افغانستان په ختیځ کې د سختو بارانونو او د نورو سېلابونو د راوتلو خبرداري د سې‌ شنبې په ورځ د هغو لسګونو کسانو د لټون چارې ټکنۍ کړې وې چې په نورستان ولایت کې د د دوشنبې د ورځې د راوتلي خونړي سېلاب وروسته لا هم ورک دي. د سې شنبې د ورځې تر وروستیو پورې د دغه ناڅاپي سېلاب له امله د لږ تر لږه ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی و، خو د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د نورستان د والي دفتر ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي. شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي. په سیمه کې د فرانسپرس خبري اژانس خبریال وایي، په داسې حال کې چې لسګونه ژغورونکي د نورستان په مرکز پارون ښار کې د ورکو کسانو په لټه بوخت وو، له لیرې یې د دوو ډزو غږونه واورېدل. د هغه په خبره د لوړو سیمو اوسېدونکو دغه ډزې د دې لپاره کړې وې چې د ټیټو سیمو خلک له نورو احتمالي سېلابونو خبر کړي. اشرف خان چې په نورستان کې رېکشا چلوي هم د راوتلي سېلاب سره سم خلکو ته د خبرداري د ډزو خبره کوي: "همدغه ساحه کې زما خپله اطاق و، کله چې سېلاب راوتلو، دولت ډزې وکړې، انداخت‌یې وکړ، څه خلک وتښتېدل او څه همدلته ساحه کې ډوب شول." د نورستان ولایت مرکز، پارون کې د سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ د نورستان یو بل اوسېدونکی ۳۴ کلن درمل پلورونکی فرید ګل ظهیر وایي چې ده په خپل ژوند کې هېڅکله هم دومره خطرناک سېلاب نه‌و لیدلی. هغه فرانسپرس ته وویل: "داسې احساس کېده لکه زلزله چې شوې وي او د ماشومانو او خلکو د چیغو غږونه مې اورېدل." هغه زیاته کړه چې په خپله هم له سېلاب څخه د ځان ژغورلو پخاطر د غره پر لور د تېښتې پر مهال ټپي شوی دی. د راپور له مخې ژغورونکو چې تر سخت باران لاندې یې کار کاوه، په خپلو لاسونو او د لرګیو په مرسته‌یې د ورکو کسانو لټون کاوه، ځکه بلدوزر یوازې تر یوه بریده د خټو او کنډوالو په پاکولو کې مرسته کولای شوای. ژغورونکو په خپلو لاسونو او د لرګیو په مرسته‌یې د ورکو کسانو لټون کاوه. په نورستان کې د طالبانو د والي زین‌العابدین دفتر ویلي چې په مړو شویو کسانو کې د پارون ښاروال سید احمد ارهابي هم شامل دی. په پارون کې د سپوږمۍ هوټل مدیر ۲۹ کلن ذاکرالله ذکي چې هوټل ته‌یې دومره زیان نه‌دی اوښتی وویل: "موږ خپل سرونه، الله پاک بس په امان وساتلو، نور هوټلونه، مارکېټونه او دکانونه، هر څه ټول له‌منځه لاړل او دغه کوچنی ورور مې چې دی، دا ورک شوی و، وروسته پیدا شو." د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عامه اړیکو مشر جمعه خان نایل وویل چې د اوبو کچه په بې‌‌ساري توګه لوړه شوې وه. هغه وویل، لسګونه رضاکاران سیمې ته استول شوي او د بېلچو او خپلو لاسونو په وسیله د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي. نایل فرانسپرس ته وویل: "اوس مهال په بېړني ډول خلکو ته خوراکي توکي، اوبه او خیمې رسوو، په ځانګړې توګه هغو کورنیو ته چې کورونه‌یې ویجاړ شوي دي." د طالبانو دفاع وزارت هم ویلي چې سیمې ته پوځیان استول شوي چې د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي او ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د دې پېښې د اغېزو ارزونه کوي. د هوا پېژندنې ادارو په نورستان او څو نورو ولایتونو کې د نورو بارانونو او توپانونو وړاندوینه کړې ده. په عین حال کې د هوا پېژندنې ادارو په نورستان او څو نورو ولایتونو کې د نورو بارانونو او توپانونو وړاندوینه کړې ده. په پارون کې پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سیند له غاړو لیرې شي. د چاپېریالي مسایلو پوه نجیب‌الله سدید وایي، هغه سیمې چې د سېلابونو په نتیجه کې زیانمنې شوي واضح ده چې د اوبو چینې، څاګانې ټولې ککړې کېږي او په دغسې حالت کې باید خلک له بوتلي اوبو څخه کار واخلي یا باید اوبه جوش کړي. ارشیف، افغانستان کې د درنو سېلابونو راوتل نوموړي په دې اړه چې د زیانمن شویو سیمو خلک د خپل خوندیتوب لپاره باید څه وکړي ازادي راډیو ته وویل: "ځیني کورونه د بارانونو له امله کمزوري کېږي، تهدابونه‌یې درز کوي، په دغسې حالاتو کې خلک باید په مؤقتي ځایونو، لکه ښوونځیو او نورو امن ځایونو کې ځای پر ځای شي او دې ته منتظر شي چې وضعیت یو څه عادي شي. هغه کورونه چې دېوالونو او تهدابونو یې ډېرې اوبه جذب کړي باید تر یوه حده وچ شي، له هغې وروسته خلک کولای شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي." د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې پر نورستان سربېره، ننګرهار او لغمان کې هم سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو، یو شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیز تأسیسات ویجاړ کړي دي. له پولې اخوا په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم چارواکو د بارانونو او سېلابونو له امله په لسګونو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې خبره کړې ده. پر نورستان سربېره، ننګرهار او لغمان کې هم سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو، یو شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیز تأسیسات ویجاړ کړي دي. افغانستان چې د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه تر ټولو زیانمن هېواد بلل کېږي، له ورښتونو او سېلابونو ورهاخوا په وروستیو کلونو کې یې ډېرې سیمې د سختې وچکالۍ شاهدې هم دي. پر دې سربېره زلزلو، ځمکې ښویېدنو، برف کوچونو او نورو طبیعي پېښو هم د دې هېواد وګړي چې نږدې درېیمه برخه‌یې پر بشري مرستو متکي دي، لا زیانمن کړي دي.

Download item bundle
بارانونه او درانه سېلابونه؛ افغانستان کې د ورکو شویو کسانو لټون له ستونزو سره مخ شوی
21 Jul 2026, 14:32 GMT

د افغانستان د یوازني ستورمزلي عبدالاحد مومند له مړینې ورسته، یو شمیر بنسټونه او شخصیتونه د فضايي څېړنو په ارزښت په ټینګار سره، یو ځل بیا په دې برخه کې د یو مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، بېلابیلو برخو کې د څېړنو لپاره د دې مرکز جوړېدل ډیر اړین دي.

Download item bundle
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند له مړینې وروسته فعالان د فضايي څېړنو د مرکز د جوړولو غوښتنه کوي
21 Jul 2026, 13:57 GMT By اکرام‌الله اکرام

د کونړ مرکز ته څېرمه د یوې خیمې تر سیوري لاندې ناسته شاوخوا ۶۵ کلنه شریفه، هره ورځ د خپل وران شوي کور او هغه کلي یادونه کوي چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې یې د جګړو له امله پرېښود. توپونه به لږېدل، کور مو پاتې شو، غواګانې رانه پاتې شوې هر څه پاتې شول او موږ خالي لاس راووتو شریفه، کونړ کې د جګړو له امله یوه بې ځایه شوې مېرمن د ناړۍ د بریکوټ سیمې دا اوسېدونکې وايي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له سختو نښتو وروسته له خپلو اولادونو او لمسیو سره په بېړه له خپلې اصلې مینې وتلې او خوندي ځای ته یې ځانونه رسولي. وايي په کور کې یې د کلونو زحمت، مالداري او د ژوند ټول وسایل پاتې شو، او اوس د خپلې لس کسیزې کورنۍ له غړو سره په یوه خیمه کې شپې او ورځې تېروي. هغې ازادي راډيو ته وویل: «په ځانونو پوه نه شو چې څوک په کوم لوري لاړل، خو موږ دلته اسعد اباد ته راغلو او اوس دلته پراته یو، او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، دومره پیسې نه لرو چې دا ماشومان ژاړي چې ور یې کړو چې له دوکانه پرې ځانونو ته خوراکي توکي واخلي، ماشومان کلي په کلي ګرځي یوه مړۍ ډوډۍ په سوال راټولوي او موږ یې خورو، ښایسته ژوند مو هلته پاتې شو، غواګانې رانه په خونو کې پاتې شو او موږ په یوه جوړه جامو کې ایله خپل سرونه راوویستل.» شریفه وايي له یوې خوا بې وزلي او له بلې خوا په دې سخته ګرمۍ کې تر خیمي لاندې نامناسب شرایط او د خوړو کمښت هغه ستونزې ديٍ چې دوی هره ورځ ورسره لاس او ګریوان دي. هغې وویل د کورنۍ ماشومان یې ناروغان خو د درملنې وسه یې نه لري او تراوسه ورسره چا د پام وړ مرسته هم نه ده کړې. «ستونزې خو ډېرې زیاتې دي، همدا اوس د ډوډۍ درک نه لرو، ماشومان ناروغان دي ډاکتر ته د تګ لپاره یې هیڅ پیسې نشته، زه خپله ناروغه یم، سخته ګرمي ده، د سر سیوری نه لرو، نه پیسې لرو او نه د اغوستلو لپاره څه بس دلته د الله په هیله پراته یو.» شریفه د خپل کلي پخوانی ژوند یادوي، وايي کوچنۍ پاچاهي یې په یوه شېبه کې د جګړو له امله ویجاړه شوه. یوه یوه کلا مو په اته اته لکه افغانۍ جوړه کړې وه، خو په یوه شېبه کې مو هر څه پاتې شول او موږ راوتښتېدو شریفه، کونړ کې بې ځایه شوې مېرمن د کونړ د ناړۍ دا بې ځایه شوې میرمن وايي په خپل تېر نژدې ۶۵ کلن ژوند کې یې کله هم په خیمه کې ژوند نه و کړی او نه یې ان دا په زهن کې تېرېدل چې یو وخت به له دومره سختو ستونزو سره مخ کیږي. د روان ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته چې لا هم په رسمي ډول پای ته نه دي رسېدلي ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د تېرې جوزا په ۳ مه په یو راپور کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي حملو او ځمکنیو بریدونو له امله په ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي، نژدې زر کورونه او دغه راز ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیستمونه زیانمن یا هم ویجاړ شوي دي. اوچا ویلي وو چې که څه هم اوس مهال نښتې یو څه کرارې دي، خو د راپور په ټکو وخت ناوخت په ځینو ولایتونو کې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته کېږي. یو شمېر بې ځایه شوي کسان هم د تاوتریخوالي د بیا پیلیدو او وضعیت خرابېدو ویره لري. د تېرې د جون په ۲۹ مه د پاکستان هوايي ځواکونو یو وار بیا کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونه په نښه کړل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د معلوماتو له مخې ۲۸ ولسي وګړي په کې ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول. دې حملو د شریفې په ګډون ګڼ شمېر بې ځایه شوې کورنۍ چې خپلو اصلې مېینو ته یې د ستنېدو تکل کړی وو لا ډېر وویرول. خو شریفه وايي اوس مهال یې تر ټولو ستره هیله داده چې تل پاتې اوربند ټینګ او دوی وکولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي، هغه سیمه چې هغې په کې لسیزې ژوند کړی. هغه وايي کلي ته له ستېدو سره سم به یې لومړی کار د خپل ویجاړ کول جوړول وي. «خدای مې دې خپل کلي ته بوځي، تاسو ته به هم ډېرې دعاګانې وکم، او ډېره به خوشحاله شم، خپل ویجاړ کور به بیرته ورغوو، او خپل خوشحاله ژوند به پیل کړو.»

Download item bundle
د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شوي افغانان لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي
Credit: اکرام‌الله اکرام
21 Jul 2026, 12:49 GMT By صفي‌الله ستانکزی

د نورستان مرکز پارون دی چې سېلابونه پکې بهیږي او ګڼې ودانۍ یې ړنګې یا سختې زیانمنې کړې دي. دغه خونړی سېلاب پرون تر سختو اورښتونو وروسته راوتلی. د طالبانو د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند تاج محمد همت په یوه پیغام کې ویلي چې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. «د نورستان ولایت د پارون ښار او شاوخوا سیمو د وروستیو سختو سېلابونو له امله د ترلاسه شویو لومړنیو معلوماتو له مخې تر دې دمه ۲۳ تنه هېوادوال شهیدان شوي. د ۱۵ شهیدانو مړي موندل شوي، ۸۰ تنه ټپیان شوي. شاوخوا سل کسان لا هم لادرکه دي. یاد ارقام لومړني دي او د ژغورنې او ارزونې د عملیاتو له دوام سره سم ښايي بدلون ومومي.» طالب چارواکي وايي چې له پېښو سره د مبارزې ولایتي ټيمونه او له مرکزه یو پلاوی سیمه کې حضور لري او د ژغورنې، لټون او ارزونې بیړني عملیات او مرستې مخته وړي. په لادرکو کسانو کې ځینې دولتي چارواکي له هغې ډلې د پارون ښاروال هم شامل دي. د چپې درې اوسیدونکی انعام الله چې پارون ته تللی و او د سېلاب د راوتلو په وخت په موټر کې بند پاتې و د پېښې کیسه کوي. « ما موټر را تاو کړ ډېره چالاکي مې وکړه چې د پله دېخوا مې ځان ورساوه. خو سېلاب را ورسېده. بیا یې زه جګ کړم سېلاب ځان سره. دغه موټر راسره دی. دروزاه مې خلاصه کړه اوس هم خلاصه پاتې ده. خو سېلاب له ما نه مخکې شوی و. پښې مې دروازې ته کلکې نیولې وې او له ځان سره مې ویل چې زه مرګ خو درته راورسېده خو دا دروازه راباندې بنده نه شي. نور خو هسې هم مرې. مرګ ډېره سخته ده. نو لکه زما هېڅ فرصت نه و چې له موټره مې ځان اچولی و یا مې موټر بچ کړی وای. همدې شېبه کې موټر خپل غاړې ته شو. بیا ترې زه راووتم. زما په سر د اوبو څپې واوښتې. مرګ مې په خپلو سترګو ولیده.» په کونړ کې سیمه ییز طالب چارواکي د مرستو غوښتنه کوي. په خواله رسنیو په ویډیوګانو کې هم ښکاري چې اکثر د سیمې خلک له امکاناتو او وسایلو پرته د خلکو د ژغورلو لپاره هڅې کوي. پارون ته تللې لارې هم تر ډېره ورانې شوي چې دا چاره ممکنه د ژغورنې او مرستو لړۍ لا پسې ټکنۍ کړي. له پېښو سره د مبارزې اداره په ځینو نورو سیمو کې هم د لا زیاتو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی او له خلکو یې غوښتي چې د سیند له غاړو او هغو ځایونو لرې شي چې د سېل د بهېدو خطر پکې دی. سږ کال اپرېل میاشت هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې سېلابونو او سختو اورښتونو لږ تر لږه ۱۵۰ کسان مړه کړي او تر هغه وروسته په مې میاشت کې ۲۴ کسان سېلابونو مړه کړل. افغانستان چې واردمخه له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی مرګونو سېلابونو بشري مرستو او همکاریو ته د خلکو اړتیا لاپسې زیاته کړې ده.

Download item bundle
د نورستان خونړي سېلاب لسګونو کسانو ته مرګژوبله رسولې؛ پارون ښار ډېر زیانمن شوی
Credit: صفي‌الله ستانکزی
20 Jul 2026, 18:07 GMT By سلطان سرور

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د راپورونو له مخې، لاهم په افغانستان کې په میلیونو میندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي. د کابل یوه اوسېدونکې زهره وايي ۴ کلن کوچنی زوی یې عمر په خوارځواکۍ اخته دی، خو دا خپله دومره توان نه‌لري چې ورته د هغه د خوښې خواړه تیار کړي: "نن غرمه مې خور بانجان پاخه کړي و. زوی مې بانجان نه‌خوري، تر اوسه مې ورته ډوډۍ هم نه‌ده ورکړې، که بانجان په زور ورکړم د خولې او شونډو شاوخوا یې سرې دانې راخیژي، که په کور کې کچالو وي چپس ورته وکړم هغه خوري، خو کچالو نه‌شته، زوی مې پلو خوښوي، خو وریجې ګرانې دي نه‌یې شو اخیستلای." مېرمن زهره زیاتوي چې یوې نړیوالې مؤسسې یوازې د ۶ میاشتو لپاره ورسره مرسته کړې چې هره میاشت‌یې ۲،۶۰۰ افغانۍ ورکولې، خو وروسته بندې شوې. ارشیف، په بدخشان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې یو مرکز هغه چې خپله هم په خوارځواکۍ اخته وه او درملنه‌یې ترلاسه کړې وايي چې خاوند یې څه د پاسه دوه‌نیم کاله کېږي چې زنداني دی او هغه له عمر، خپل بل ۱۲ کلن زوی او ۱۳ کلنې لور سره د خپلې خور کور کې اوسي. د خوارځواکۍ عوامل د ډاکترانو په وینا، خوارځواکي د افغانستان په څېر مخ پر ودې هېوادونو کی یوه عامه ناروغي ده چې د خوراکي موادو د نشتوالي، خپله ماشوم کې د ناروغۍ له کبله او د چاپېریال د عواملو څخه رامنځته کېږي. خوارځواکي د خوراکي موادو د نشتوالي، خپله ماشوم کې د ناروغۍ له کبله او د چاپېریال د عواملو څخه رامنځته کېږي. فقر او بې‌وزلي، جنګونه، طبیعي افات لکه سېلابونه، وچکالي او زلزلې هم د دغې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې لوی رول لري. د کابل د طب پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر احمدالدین معارج وايي کله چې ماشوم د هضمي جهاز یا په کومه بله اړوند ناروغۍ اخته وي، یا میندې پلرونه په دې نه‌پوهېږي چې ماشوم ته په کوم عمر کې کوم خواړه ورکړي، دا هم د خوارځواکۍ سبب کېږي. ارشیف، په کندهار کې یوه اړمنه کورنۍ چې د کورنۍ مشران او کوچنیان یوازې په چای او وچې ډوډۍ شپې ورځې سبا کوي. د خوارځواکۍ علایم ډاکتر معارج وايي د خوارځواکۍ د پېژندنې بارزه نښه دا ده چې د ماشوم وزن نه‌زیاتېږي یا پړسېږي، بې‌اشتها وي او بدن‌یې خوله کوي. علاج د ډاکتر معارج په خبره "علاج‌یې ساده دی، ماشوم ته انرژي او پروتین ورکول کېږي. انرژي کېدای شي له هر ډول خوړو نه حاصله شي، له شیریني خوړو نه، له غوړو خوړو نه، له پروتیني خوړو نه لکه غوښه، لوبیا، نخود، هګۍ، شیدې، مستې. غوره لار دا ده چې نباتي پروتین لرونکي مواد لکه لوبیا، دال، نخود او باقلي ټول سره ګډ او مېچن شي، په اوبو کې پاخه او په مناسبه اندازه غوړي په‌کې واچول شي او ماشوم ته ورکړل شي." د خوارځواکۍ د پېژندنې بارزه نښه دا ده چې د ماشوم وزن نه‌زیاتېږي یا پړسېږي، بې‌اشتها وي او بدن‌یې خوله کوي. وقایه ډاکتر معارج زیاتوي چې د دو ماشومانو ترمنځ د سن توپیر باید لږترلږه له ۳-۵ کلونو پورې وي، پۍ په پۍ یا شیر په شیر ماشومان راوړل د میندو او ماشومانو دخوارځواکۍ سبب کېږي. ارشیف، د کندهار په میرویس روغتون کې په خوارځواکۍ یو اخته بستر شوی ماشوم ماشوم ته باید تر ۶ میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي او وروسته باید د روغتیاپالانو په مشوره ورته پروتین، نشایسته او غوړ لرونکي خواړه او په وخت واکسین ورکړل شي او د خوارځواکۍ په مخنیوي کې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر مهم رول لري. ماشوم ته باید تر ۶ میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) وايي سږکال ۴،۹ میلیونه میندې او ماشومان چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، خوراکي مرستو ته اړتیا لري او په وخت اقدام سره د دوی ژوند ژغورل کېدای شي. بل‌خوا افغانستان کې د یونېسف دفتر وايي زیانګالو کورنیو سره نقدي مرستې کوي ترڅو مغذي خواړه او نور اړین مواد واخلي او روغتیايي خدماتو ته بهتر لاسرسی ولري.

Download item bundle
د خوارځواکۍ علاج او مخنیوی؛ میلیونه افغان میندې او ماشومان له ګواښ سره مخ دي
Credit: سلطان سرور