نورستان کې د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري، ۱۰۵ کسان سېلابونو کې ورک شوي
په نورستان کې د سېلابونو له امله د ورکو کسانو د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. چارواکي وایي چې تر سلو ډېر کسان د دوشنبې ورځې ناوختې سېل کې نادرکه دي. د نورستان د اطلاعاتو رییس سمیع الحق حقبیان د چهارشنبې په ورځ د مرګژوبلو وروستي ارقام له رسنیو سره شریک کړي. په عموم کې ۱۰۵ کسان نادرکه دي. اوسه پورې ۲۳ جنازې را ایستل شوي. نور د لټون عملیات روان دي. تر ۸۰ پورې زخمیان لرو چې همدلته تداوي شوي دي. د نورستان د اطلاعاتو رییس سمیع الحق حقبیان دی زیاتوي: « د ژغورنې عملیات روان دي څو ایسار کسان وژغوري. دا دقیق هم نه دي کومه شمېره چې موږ یې یادوو چې دلته موږ خپل حساب کړی.» په دې مرګژوبلې سربېره چې ویره یې ځي وروسته بدلون ومومي پارون ښار کې اکثر ټول دوکانونه، مارکیټونه او هوټلونه ړنګ یا سخت زیانمن شوي. چارواکو اوښتي زیانونه شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره اټکل کړی. په مړو کې د پارون ښاروال سید احمد ارهابي هم شامل و چې د جنازې مراسم یې سه شنبه ناوخته ترسره شول. ډاکتر فرید چې په پارون ښار کې درملتون لري د سېل د راوتلو د صحنو یادونه کوي چې څنګه یې په څو شېبو کې هر څه یوړل. که چیرته سیلانیان، خلک، دوکانداران وو ټول یې یوازې په ۱۶ ثانیو کې یوړل. سیلاب له هغې سیمې راغی او هر څه یې ګډوډ کړل. دلته پورته دوه ماشومان وو. ما په خپل ژوند کې هیڅکله داسې صحنه نه وه لیدلې ډاکتر فرید، د پارون د یوه درملتون څښتن د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک په یوه کنفرانس کې سه شنبه ناوخته تایید کړې چې د افغانستان په ختیځ کې سېلابونو او سختو اورښتونو لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان کړي. دوجاریک له اړمنو سره د مرستو یادونه وکړه خو کړې چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، ننګرهار او لغمان کې سېلابونو ګڼو خلکو ته مرګژوبله رسولې ده خو د دوی مرستندویه ټیمونه له خلکو سره اړینې مرستې کوي. «لومړني ارقام ښيي چې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي، لسګونه ټپيان دي او ګڼ نور لادرکه دي. سېلابونو کورونو، ودانیو، کاروبارونو (مارکیټونو) ته سخت زیان اړولی. په اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي. اوچا له همکارو ادارو او سیمه ییزو چارواکو سره همغږۍ کوي خو په صعب العبوره سیمو کې وران سړکونه د مرستو چارې ډېرې ټکنۍ کړې دي.» دوجاریک وویل که څه هم عاجل سیار ټیمونه سیمې ته لیږل شوي خو دمګړۍ د بیړنیو سرپناو، خوراکي موادو، صحي خدماتو او نورو اړینو موادو او رواني ملاتړ په برابرولو کار روان دی. د نورستان د سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو لپاره ځینو فعالانو او پيژندل شویو ورزشکارانو له هغې ډلې راشدخان هم د مرستو د راټولولو کمپاینونه پیل کړي دي.