د هند حکومت د اعتراض کوونکو سره د خبرو وړاندیز کړی
23 Jul 2026, 14:39 GMT
Source URL: https://www.pashtovoa.com/a/india-government-said-they-are-ready-to-talk-to-anti-government-protesters-/8175223.html
د هند حکومت د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۲۳مه، د ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو پر ضد له اعتراض کوونکو محصلینو وغوښتل چې له حکومت سره خبرو ته کښیني، خو معترضینو او د مخالفو ګوندونو مشرانو دا وړاندیز رد کړ او یو ځل بیا یې د پوهنې د وزیر د استعفا غوښتنه وکړه.